عمان 12 اګست (اے پي پي) د اردن چارواكو وئيلي دي چې د ترهګرو په ضد د عملياتو په مهال د اردن 4 پوځي افسران وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې دا پېښه تېره ورځ د پايه تخت عمان په لوېديزه السلط سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوې كله چې پوځ د ترهګرو په يوه اډه چاپه ووهله او د هغوي د نيولو هڅه ئې وكړه۔ د چاپې په مهال ترهګرو ډزې پېل كړې او د لاسي بمونو بريدونه ئې وكړل۔