بغداد 12 اګست (اے پي پي) د عراق وزيراعظم حېدر العبادي به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ د تركيې او اېران دوره پېلوي۔ د العربيه ټي وي له مخې د عراق يو چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط ووئيل چې وزيراعظم حېدر العبادي به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ د تركيې او اېران په دوره ځي۔ هغه د دې هېوادونو مشرانو سره په اقتصادي مرسته خبرې كوي۔ د يادونې وړ ده چې حېدر العبادي دا دوره په يو داسې وخت كښې كوي كله چې امريكې په اېران نوي اقتصادي بندېزونه لګولي دي او په تركيه ئې هم اقتصادي فشار زيات كړے۔