په جاپان كښې د چورلكې لوېدو په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي

ټوكيو 12 اګست (اے پي پي) په جاپان كښې د چورلكې لوېدو په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د جاپان چارواكو له مخې دا پېښه د پايه تخت ټوكيو په شمالي غره ايزه سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ دا چورلكه د جمعې په ورځ د ناګانو پريفېكچر په سرحدي سيمه كښې لوېدلې وه۔ دا چورلكه په دې غره ايزه سيمه كښې د غر ختونكو يوې نوې لارې جاج اخستلو لپاره روانه وه۔