رياض 12 اګست (اے پي پي) په غېر قانوني توګه حج كوونكي به د سعودي عرب څخه بې دخل كولې شي او هغوي به لس كلونو لپاره بلېك لسټ كولې هم شي۔ د سعودي د پاسپورټ محكمې په ټويټر د يوې پوښتنې په ځواب كښې وئيلي دي چې د اجازت نامې نه بغېر حج كول د قوانينو څخه سخته سرغړونه ده او داسې كوونكي به د سعودي عرب نه شړلې شي او بيا به تر لسو كلونو سعودي ته نه شي راتللې۔