بډاپسټ 12 اګست (اے پي پي) په رومانيه كښې د حكومت په ضد په مظاهره كښې د سلګونو په شمېر كسان ژوبل شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د رومانيه په پايه تخت كښې په دې مظاهره كښې پوليسو سره په نښتو كښې 440 كسان ژوبل شوي دي چې پكښې د 24 نه زيات امنيتي اهلكار هم شامل دي۔ د بخارسټ يو اېمرجنسي سروس 69 ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولو تصديق كړے۔ د رومانيه اولس مشر په مظاهره چيانو د پوليس د تشدد غندنه كړې۔