قاهره 12 اګست (اے پي پي) د مصر د پايه تخت قاهره په قېلوبيه سيمه كښې په يوه كليسا د ځانمرګي بريد كولو هڅه شنډه كړې شوې۔ د المانې مېډيا له مخې امنيتي ځواكونو په قېلوبيه سيمه كښې د داسې يو تن مخه ونيوله كوم چې ځانمرګي واسكټ اغوستې و او كليسا ته ئې ننوتل غوښتل۔ په ودرول كېدو ځانمرګي بريد كوونكي د كليسا نه دوه نيم سوه ميټره لرې ځان والوزولو۔ په دې ناكام بريد كښې نور كوم زيان نه دې شوے۔