كولمبو 11 اګست (اے پي پي) د سري لنكا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د اګست په 12مه نېټه د سري لنكا په پايه تخت كولمبو كښې كېږي۔ د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې درې مېچونه د سوئيلي افريقې لوبډلې او يو مېچ د سري لنكا لوبډلې ګټلې دے۔ د ون ډے سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ د اګست په 14مه نېټه كېږي۔