په انډونېزيا كښې په زلزله كښې د مړو كسانو شمېره 400 ته نزدې شوې

جكارته 11 اګست (اے پي پي) د انډونېزيا په لومبوك جزيره كښې په زلزله كښې د مړو كسانو شمېره 400 ته نزدې شوې۔ د المانې مېډيا له مخې په زلزله كښې ګڼ شمېر بې دركه شوي دي او اندېښنه ده چې د مړو كسانو شمېره به نوره هم سوا شي۔ تر اوسه په زلزله كښې د 387 كسانو د مړينې تصديق شوے۔ دا زلزله د اګست په 5مه نېټه د ماښام په وخت راغلې وه او په رېكټر سكېل ئې شدت 6.9 ريكارډ كړے شوے۔ په ځپليو سيمو كښې لا هم د مرستې چارې روانې دي۔ دا جزيره د سېلګرې مشهوره سيمه ده۔