د اسرائيل وزيراعظم به په ستمبر كښې د امريكې اولس مشر سره ملاقات كوي

مقبوضه بيت المقدس 11 اګست (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل سفير ډاني ډانوان وئيلي دي چې اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائيل وزيراعظم نېتن ياهو به د ستمبر په مياشت كښې ملاقات كوي۔ عبراني راډيو سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د ټرمپ او ياهو ترمېنځه به ملاقات د سمتبر په 25مه نېټه د عمومي اسمبلۍ د كېدونكې غونډې په موقع كېږي۔