
برلن 10 اګست (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طیب اردګان به په ستمبر كښې په دوه ورځنۍ سركاري دوره المان ته ځي۔ د تركيې د اولس مشر د دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې اولس مشر به په 28م ستمبر برلن ته رسي او د المان اولس مشر فرېنك والټرسټېن مائر به د ده هركلې كوي۔ د استقباليې په دستوره كښې به پوځ اولس مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كوي۔ د تركيې اولس مشر به د المان خپل همڅنګ پشمول اعلٰې مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔ په دې موقع به د تركيې او المان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په يو شمېر سياسي او دفاعي منصوبو خبرې اترې كولې شي