بېروت 10 اګست (اے پي پي) په سوريه د تېرو اوو كلونو نه د روانې كورنۍ جګړې په نتيجه كښې د 400 اربه ډالرو زيان شوے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د سوريې په موضوع په يوه نړيواله غونډه كښې وئيلي شوي دي چې په دې شخړه كښې تر اوسه 3 نيم لكه خلق وژل شوي دي او د سوريې نيمه آبادي په هجرت كولو مجبوره شوې۔ دا نړيواله غونډه په لبنان كښې شوې او مقصد ئې په سوريه كښې د مادي زيان اندازه لګول وو