لندن 07 اګست (اے پي پي) د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټېسټ مېچ به د اګست په 9مه نېټه پېل كېږي۔ د انګلستان لوبډلې د هند مېلمه لوبډلې ته پھ وړومبي ټېسټ مېچ كښې ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درېم ټېسټ مېچ به د اګست په 18مه نېټه٬ څلورم ټېسټ مېچ به د اګست په 30مه نېټه او وروستې او پنځم ټېسټ مېچ به د ستمبر پھ 7مه نېټه پېل كېږي