نوې ډيلې ۔ 30جولائی (اے پی پی) هند كښې د جون مياشتې په آخر كښې د پېل شوي بارانونو موسم په مهال تر دې دمه 465 كسان مړه شوي دي۔ د هندي داخله وزارت لخوا د جاري كړې شويو شمېرو ترمخه د سېلاب په نتيجه كښې په مهاراشټر كښې 138 ، کېراله كښې 125 ، لوئيديز بنګال كښې 116، ګجرات كښې 52 او آسام كښې 34 كسان مړه شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هند كښې د روان كال مئي څخه تر جون مياشتې د بېلو قدرتي آفتونو په نتيجه كښې 1 زر څخه زيات كسان مړه او 6 سوه څخه زيات ژوبل شوي دي۔