زمونږ مقصد د بلوچستان تعمير او پرمختګ دے٬د پنجګور سياسي ګوندونه امن خوښي او اولس دوسته دي

APP80-08 QUETTA: November 08 - Federal Minister for States and Frontier Regions, Lt. Gen. (R) Abdul Qadir Baloch talking to the students of Cadet College during his visit at Panjgur. APP

كوئټھ 08 نومبر (اے پي پي) د سرحدي چارو وفاقي وزير جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي زمونږ مقصد د بلوچستان تعمير او پرمختګ دے٬د پنجګور سياسي ګوندونه امن خوښي او اولس دوسته دي٬۔٬ټول سياسي ګوندونو له به د سياست نه لرې د اولس خذمت باوري كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د پنجګور دورې پھ مهال د بي اېن پي اولسي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔پلاوي عبدالقادر بلوچ د پنجګور مهمو مسئلو څخه خبر كړو۔كومو كښې چې د تعليم٬روغتيا٬روزګار او د څښكلو پاكو اوبو مسئلې شاملې دي۔ وفاقي وزير پلاوي له باور وركړو چې د دوي د سيمې مسئلې به هوارولې كړی شي او د دې ټولو مسئلو حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومت سره خبره وكړی شي دغسې چې د پنجګور ټولې مسئلې لرې كړې شي