قومي لوبډله اېشين كلب والي بال چیمپیئن شپ كښې ګډون له (نن) میانمار ته روانېږي

اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) قومي لوبډله اېشين كلب والي بال چیمپیئن شپ كښې ګډون كولو له (نن) د زيارت په ورځ میانمار ته روانېږي۔ دا چېمپیئن شپ به 30 جولائی څخه تر 6 اګست میانمار كښې كېږي۔ د 12 كسيزې قامي لوبډلې مشري به محب رسول کوي۔ په نورو لوبغاړو كښې محمد ادریس، شیراز، دلاور خان، مبشر رضا، منیر احمد، وسیم خان، محمد آصف، کاشف، ناصر لبرو، فهد رضا او اېمل خان شامل دے۔ مظهر حسېن ګوجر او محمد اظهر به د كوچ په حېث خپل خذمات ترسره كوي۔ په دې چیمپیئن شپ كښې 18 نه زيات هېوادونه برخه اخلي۔