اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف جونیئر ماډل سکول اے بلاک ماډل ټاؤن لاهور كښې خپل ووټ كاسټ كولو له پولنګ سټېشن ته ورسېد۔ ميډيا سره خبرو كښې ده خپلو ووټرانو ته ووئيل چې كورونو څخه راوځي او د ووټ خپل حق وكاروي۔ ده ووئيل نن د مسلم ليګ نون د ګټې ورځ ده۔ د پاكستان زياتره اولس پاكستان مسلم ليګ نون ته ووټ وركول غواړي۔ ده ووئيل ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره به د خوشحالۍ سفر جاري ساتو۔ ده ووئيل مونږ به د اولس د ووټ د لارې د هېواد تقدير بدل كړو۔ ده ووئيل كه مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو بې وزلي به ختمه كړو۔ ټولو ته به تعليم وركړو ٬ بھاشا ډېم به جوړ كړو۔ ده وئيل چين او سعودي عربستان زمونږ په مرسته كښې خاص خوښي لري۔