کنګسټن ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د وېسټ انډیز او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنې مېچونو سيريز اولنې مېچ (نن) د اتوار په ورځ كېږي۔ بنګله دېش كركټ لوبډلې ته ټېسټ سيريز كښې د عبرتناك شكست او د كوربه ټيم دلاسه وائټ واش كېدو څخه وروستو اوس په ون ډے سيريز كښې تور طوفان ته د ماتې وركولو چېلنج مخ ته دې۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځه دوهم مېچ به د روانې مياشتې په 25 مه او درېم او آخري مېچ به په 28 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وروستو ددواړو ترمينځھ د درې مېچونو د ټي ټونټي سيريز اولنې مېچ به په 31 جولائي ٬ دوهم په 4 اګست او درېم او آخري به په 5 اګست كولې شي۔