کولمبو ۔ 21 جولائی (اے پی پی) هاشم آمله ټېسټ كركټ كښې 9 زره رنز جوړ كړي۔ هغه دا درناوې ترلاسه كوؤنكې د سوئيلي افريقا درېم او د نړۍ 15 م لوبغاړې جوړ شوې۔ ده د سري لنكا په ضد د روان دوهم ټېسټ مېچ په دوهم اننګز كښې 19 رنزونه جوړولو سره 9 زره رنزونه مكمل كړل۔ ده د 119 مېچونو په 204 اننګز كښې 9016 رنز جوړ كړي۔ كومو كښې چې 28 سنچرۍ او 39 نيمې سنچرۍ شامل دي۔ د سوئيلي افريقا لخوا تر ټولو زيات رنزونه جیک کېلس 13289 جوړ كړي۔ په دوهم لمبر ګریم سمتھ 9265 رنزونو سره دے۔ د ټېسټ كركټ په تاريخ كښې تر ټولو زيات 15921رنزونه د هندوستان سچن ټنډولكر جوړ كړي دي۔