د زمبابوے او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه آخري يو ورځنې نړيوال مېچ نن كېږي

بلاوائیو ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د زمبابوے او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه آخري يو ورځنې نړيوال مېچ نن د اتوار په ورځ كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته په سيريز كښې د 4-0 بريا ترلاسه ده۔ ګرين شرټس په اولني مېچ كښې كوربه لوبډلې ته په 201 رنز ٬ په دوهم او درېم مېچ كښې په 9 وكټونو او څلورم مېچ كښې په 144 رنزونو ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله 5م مېچ ګټلو سره د كوربه لوبډلې وائټ واش كولو عزم لري۔ بلخوا كوربه لوبډله هم ګټې ته سترګې په لار ده دغسې چې د پرله پسې ماتې خوړلو لړۍ مخنيوې وكړي۔ كوربه لوبډلې په درې ملكي ټي ټونټي انټرنېشنل كركټ سيريز كښې پرله پسې 4 مېچونو كښې ماتې وخوړله او بيا د پاكستان په ضد ئې هم سيريز كښې تر دې دمه په څلور مېچونو كښې ماتې خوړلې۔ ځكه كوربه لوبډله به هڅې كوي چې د ماتې خوړلو دا داغ ووينځي۔ د ګرين شرټس د اوسنۍ كاركردګۍ په بنياد په آخري مېچ كښې هم دا فېورټ ګرځولې شي۔