د انګلېنډ او هند ترمېنځه د پنځه ټېسټ مېچونو سېريز به د اګست په وړومبۍ نېټه پېل كېږي

لندن 19 جولائي (اے پي پي) د انګلېنډ او هند ترمېنځه د پنځه ټېسټ مېچونو سېريز به د اګست په وړومبۍ نېټه پېل كېږي۔ د دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي مېچونو سيريز هند په خپله نامه كړې۔ د يادونې وړ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ون ډے سيريز كښې انګلېنډ د يو په مقابل كښې په دوو مېچونو بريا ترلاسه كړې۔ د ټېسټ سيريز وړومبې مېچ به د اګست وړومبې نېټې څخه تر پنځمې نېټي په برمنګهم كښې كېږي او دغسې دوېم ټسېټ به د 9 نه تر 13م اګست ٬ درېم ټېسټ به د 18م نه تر 22م اګست ٬ څلورم ټېسټ به د 30م اګست نه تر 3 ستمبره او پنځم او آخري ټېسټ مېچ به د 7م نه تر 11م ستمبر په لندن كښې كېږي