د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه درېم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

ليډز 16 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه درېم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په ليډ كښې كېږي۔ دواړو لوبډلو د درې مېچونو په سېريز كښې يو يو مېچ ګټلې دے۔ د سېريز وړومبې مېچ هند او دويم مېچ د انګلستان لوبډلې ګټلې و۔ د يو ورځنو مېچونو د سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د پنځو ټېسټ مېچونو سېريز هم كېږي