ماسکو 14 جولائي (اے پي پي) د 21م ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ آخري پړاؤ كښې داخل شوې۔ فرانس د فټ بال په تاريخ كښې په درېم ځل فائنل ته رسېدلې۔ د فرانس لوبډلې دې څخه وړاندې يو وارې ميګا ايونټ په خپله نامه كړې۔ فرانس په كال 1998 كښې په اولني ځل برازيل ته ماتې وركولو سره نړيوال كپ فټ بال ټورنامنټ ګټلې و۔ په كال 2006 كښې فرانس د اټلي نه ماتې خوړلې وه او اوس په كال 2018ﺀ كښې يو وارې بيا فائنل ته رسېدلې۔ د نړيوال كپ فټ بال ټورنامنټ چیمپئن به څوك وي؟ دا پرېكړه به (نن) د اتوار په ورځ د جولائي په 15مه نېټه كېږي۔ فائنل مېچ به د پاکستان د معیاری وخت له مخې د شپې 8 بجې پېل كېږي۔