
اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی) نګران داخله وزير اعظم خان وئيلي دي چې د پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري نوم په ایګزټ کنټرول لسټ (ای سي اېل) كښې د سترې محكمې په حكم شامل كړے شوے۔ د شورو پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پيپلز ګوند سناتور بهره مند تنګي د اعتراض په نكته ووئيل چې د كورنيو چارو وزير په ايوان كښې موجود دے٬ په مېډيا كښې خبرونه راځي چې د آصف علي زرداري نوم په اي سي اېل كښې شامل كړے شوے٬ آيا دا درست دي۔ د كورنيو چارو نګران وزير٬ اعظم خان ووئيل چې د آصف علي زرداري نوم په ایګزټ کنټرول لسټ (ای سي اېل) كښې د سترې محكمې په حكم شامل كړے شوے