هرارې 08 جولائي (اے پي پي) پاكستان آسټراليا ته په 6 وكټو ماتې وركولو سره درې ملكي ټي ټونټي نړيوال كركټ سېريز وګټلو۔ د درې ملكي ټي ټونټي نړيوال سېريز په پايلوبه كښې د آسټراليا لوبډلې وړومبې لوبه كولو سره په ټاكل شويو اورونو كښې د 8 لوبغاړو په سوځېدو 183 منډې جوړې كړې۔ په دې كښې د ډي آر سي شارټ 76 منډې شاملې دي۔ د دې په ځواب كښې د پاكستان لوبډلې په 19.2 اوورز كښې د څلور لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره كړو او دغسې د دې سېريز پائلوبه ئې وګټله۔ د پاكستان لخوا فخرالزمان 91 منډې جوړې كړې او د مېچ غوره لوبغاړې وګرځول شو۔ د سېريز دريمه لوبډله د زمبابوې لوبډله وه۔