د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان پھ ټورنټو كاناډا كښې د برهان واني د تلين په موقع كشمير كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي چې د برهان مظفر واني مشن پوره طاقت سره روان دے٬ د كشمير د آزادې په تحريك او د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د هغه شهادت د مقبوضه كشمير په ځوانانو كښې د آزادې نوې روح پوكلې۔ د جاري شوې خبرپاڼې له مخې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان دا خبرې پھ ټورنټو كاناډا كښې د برهان واني د تلين په موقع كشمير كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د برهان واني شهادت سره د كشمير د آزادې د تحريك بېرغ اولس د مقبوضه كشمير ځوانانو په خپلو لاسونو كښې اخيستې او دا خبره په دې وروستيو كښې د ملګر ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر په راپور كښې شوے۔ ده ووئيل چې د برهان مظفر واني مشن پوره طاقت سره روان دے٬ د كشمير د آزادې په تحريك او د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د هغه شهادت د مقبوضه كشمير په ځوانانو كښې د آزادې نوې روح پوكلې۔