كوالالمپور01 جولائي (اے پي پي) په شپاړسم پينانګ جونيئر اوپن سكواش كښې پاكستاني لوبغاړي ذيشان زېب او عبدالله نديم د سپينو زرو تمغې ترلاسه كړې۔ د خبر له مخې په مالېزيا كښې په دې ايونټ كښې د اتوار په ورځ په بوائز انډر 19 فائنل كښې د مالېزيا لوبغاړي سيو ئي زيان د پاكستان ذيشان زېب ته ماتې وركړه او طلائي تمغه ئې ترلاسه كړه۔ دغسې په بوائز انډر 11 فائنل كښې د مالېزيا لوبغاړي پاكستاني لوبغاړي عبدالله نديم ته ماتې وركړه او طلائي تمغه ئې ترلاسه كړه۔