مانچسټر 01 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي نړيوال سېريز وړومبې مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كېږي۔ د انګلستان لوبډله په دې ورځو كښې په فارم كښې ده او په دې وروستيو كښې ئې د نړيوال چېمپئن آسټراليا څخه په ون ډے سېريز كښې پنځه واړه مېچونه ګټلي دي او د دې نه علاوه ئې په ټي ټونټي مېچ به هم ماتې وركړې وه۔ د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز دويم مېچ به د جولائي په 6مه نېټه او درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د جولائي په 8مه نېټه كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو او د پنځو ټېسټ مېچونو سېريز هم كېږي۔