هرارې 30 جون (اے پي پي) درې ملكي ټي ټونټي نړيوال كركټ سېريز به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په زمبابوے كښې پېل كېږي چې پكښې به د كوربه لوبډلې نه علاوه د پاكستان او آسټراليا لوبډلې ګډون كوي۔ وړومبې مېچ به د پاكستان او د زمبابوے د لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د سېريز دويم مېچ به د جولائي په دويمه نېټه د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه كېږي۔