لندن 30 جون (اے پي پي) د كال دريم ګرېنډ سلام ټېنس ټورنامنټ ومبلډن اوپن به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي چې پكښې به د ټولې نړۍ څخه د ټېنس نارينه او ښځينه لوبغاړې ګډون كوي۔ دا ټورنامنټ به د جولائي تر 15مه نېټه روان وي چې پكښې به راجر فېډرر په مېنز او د هسپانيه لوبغاړې ګربين مګروزا به په وېمنز سنګلز ايونټس كښې د ټائټلز دفاع كوي۔