كوالالمپور 30 جون (اے پي پي) په شپاړسم پينانګ جونئير اوپن سكواش كښې پاكستاني لوبغاړي ذيشان د انډر 19 او عبدالله نديم د انډر 11 ايونټس فائنل ته ورسېدل۔ په ماليزيا كښې روان په دې ايونټ كښې د خالي په ورځ د بوائز انډر 19 ايونټ په سيمي فائنل كښې پاكستاني لوبغاړي ذيشان زېب د ماليزيا لوبغاړي ته ماتې وركړه او فائنل ته ورسېدو۔ د بوائز انډر 11 ايونټ په سيمي فائنل كښې پاكستاني لوبغاړي عبدالله نديم د كوربه هېواد لوبغاړي ته ماتې وركړه او فائنل ته ورسېدو۔