كنګسټن 28 جون (اے پي پي) د وېسټ انډيز او بنګله دېش ترمېنځه د كركټ د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د جولائي په 4مه نېټه په اېنټيګوا كښې پېل كېږي۔ د بنګله دېش لوبډله د وېسټ انډيز په ضد سېرېز كولو لپاره وېسټ انډيز ته رسېدلې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دويم مېچ به د جولائي په 12مه نېټه پېل كېږي۔ د دورې په مهال به درې يو ورځني او درې ټي ټونټي مېچونه هم كېږي۔