اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) قومي لوبډله به په پينانګ جونئير سكواش ټورنامنټ او بورنيو جونيئر سكواش ټورنامنټ كښې ګډون كولو لپاره د جون په 18مه نېټه مالېزيا ته ځي۔ د پاكستان سكواش فېډرېشن ګېم ډويلپمنټ آفيسر فلائټ لېفټېننټ عامر اقبال له مخې دواړه ايونټس به د جون د 20مې نېټې نه د جولائي تر وړومبې نېټه په مالېزيا كښې كېږي۔ په دې كښې به د پاكستان شپږ لوبغاړي د هېواد نمائندګي كوي۔