
كراچۍ 03 نومبر(اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري جناح روغتون ته تللې دې او د رېل ګاډي په پیښه كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنه ئې كړې۔پھ دې موقع ده سره د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني او د ګوند نور مشران هم وو۔ده د سندھ حكومت او د جناح روغتون انتظاميې ته امر وكړو چې ژوبل شويو كسانو ته د معالجې غوره آسانې وركړئ۔بلاول بهټو ووئيل روغتون ته سياست لپاره نه بلكې د ژوبل شويو پوښتنې لپاره راغلې يم بايد د پېښې سپيځلې پلټنې وكړی شي۔