مکه مکرمه ۔ 8 جون (اے پی پی)د سعودی عربستان حرمېن اېکسپرېس ټرېن كښې مكه مكرمه څخه تر مدينه منوره او مدينه منوره څخه تر مكه مكرمې 800 كسانو سفر كړې۔د سعودي ورځپاڼې ترمخه حرمېن ټرېن انتظامیې د زيارت په ورځ ځائي وګړو او ملكي مېلمنو ته د وېړيا سفر اساني وركړې۔ دا تجرباتي سفر دے٬ په دوه نيمو ساعتونو كښې ترسره كېږي۔ د اصل سفر دورانيه 2 ساعته ده۔ حرمېن ټرېن به په باقاعده توګه د ستمبر مياشتې څخه چلولې شي۔ سفر لپاره په النور مال كښې بكنګ كول وي۔ د جدې په ياسمين مال كښې هم د ريزروېشن اسانۍ موجود دي۔ مکه مال څخه هم وېړيا ټكټونه ترلاسه كېدې شي۔ مكه څخه سهار يوه دقيقه دپاسه 8 بجې ګاډې روانېږي او هم دا وخت مدينه منوره څخه مكې مكرمې لپاره هم ټاكلې شوې