په وېمنز ټي ټونټي اېشيا كپ كښې به د پاكستان او هندي لوبډلې ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ كېږي

كوالالمپور 08 جون ( اے پي پي) په وېمنز ټي ټونټي اېشيا كپ كښې به د پاكستان او هندي لوبډلې ترمېنځه مهم مېچ ﴿نن﴾ د خالي په ورځ كېږي۔ د هند لوبډلې په دې ټورنامنټ كښې درې مېچونه ګټلي دي او په پوائنټس ټېبل په سر كښې ده۔ د پاكستان لوبډلې هم درې مېچونه ګټلي دي او په پوائنټس ټېبل په دويم نمبر ده٬ دغسې د بنګله دېش لوبډله په دريم نمبر ده۔ د ټورنامنټ مقابلې په مالېزيا كښې روانې دي۔ نن د خالي په ورځ به وروستي درې مېچونه كېږي چې يو به پكښې د پاكستان او د هندي لوبډلې ترمېنځه وي۔