لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د چین سفیر یاؤ جنګ وليدل

APP22-05 ISLAMABAD: June 05 - Ambassador of the People’s Republic of China to Pakistan Yao Jing called on Caretaker Prime Minister Justice (Retd.) Nasir-ul-Mulk at the Prime Minister Office. APP

اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره پاكستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ د نهې په ورځ پرائم منسټر آفس كښې ليدلې دي۔ د چین سفیر لنډ مهاله وزیراعظم له د چین وزیر اعظم د اړخه په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ ده د پاكستان او چین ترمينځه د قوي اړيكو د عزم پخلې كولو سره ووئيل چین د شريكو خوښو او په نړيوالو چارو د پاكستان سره ولاړ دے۔ وزیر اعظم د چین سفیر مننه كولو سره د پاكستانی اولس او حكومت د اړخه د چین اولس مشر او وزیراعظم او د چين اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم د چین اولسمشر شی جن پنګ په ښه قیادت او په خاص توګه بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو په اړه د هغه وژن ستائلو سره ووئيل بیلټ اینډ روډ انېشی ایټو به د سيمې د اولس پرمختګ كښې لوئ كردار ترسره كړي او دې سره به د پاكستان او چین ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔