مدينه منوره 05 جون (اے پي پي) د سعودي عرب په مسجد نبوي كالج كښې داخلې پېل شوې۔ د خبر له مخې د مسجد نبوي كالج نوي تعليمي كال لپاره د زده كوونكو څخه د داخلې خواستونه آن لائن طلب كړي دي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې نوي تعليمي كال 40-1439ھ لپاره د القرآن٬ الشرعيه٬ السنه٬ العقيده او د عربې ژبې په څانګو كښې د داخلې خواهش لرونكي زده كوونكي دې آن لائن خواستونه جمع كړي۔ زده كوونكي په Pmc.Gph.edu.sa يا په ټويټر اكاؤنټ @info_fopm خواستونه كولې شي