کوالالمپور۔2 جون(اے پی پی )وېمنز ټی ټونټی ایشیا کپ کرکټ ټورنامنټ (نن) اتوار ورځې څخه ملائيشيا كښې پېل كېږي۔ پاكستان به د مهم پېل د تھائي لېنډ په ضد مېچ كولو څخه كوي۔ د تفصیلات ترمخه تر 10 جون دوام لرونكي دې ايونټ كښې به 6 كركټ لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له اېكشن كښې په نظر راځي كومو كښې چې كوربه لوبډله ملائیشیا، بنګله دېش، سری لنکا، هند، پاکستان او تھائی لېنډ شامل دے۔ د ايونټ په اولنۍ ورځ به درې مېچونه كولې شي۔ د پرانستې مېچ به د ملائیشیا او هند ترمينځھ ٬ دوهم مېچ د بنګله دېش او سری لنکا او درېم به د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځه كولې شي۔ پاکستان به دوهم مېچ په 4 جون بنګله دېش ٬ درېم په 6 جون سري لنكا ٬ څلورم په 7 جون ملائیشیا او پنځم او آخري مېچ په 9 جون هند سره كوي۔ فائنل به ددوه ټاپ لوبډلو ترمينځھ د جون په 10 مه نېټھ كولې شي