د پاكستان او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه دوهم او آخري كركټ ټېسټ (نن) پېل كېږي

لیډز ۔ 31 مئی (اے پی پی) د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او آخري مېچ (نن) د جمعې په ورځ د جون په اولنۍ نېټه هېډنګلے، لیډز كښې پېل كېږي۔ پاكستان ته د انګلېنډ په ضد ټېسټ سيريز كښې د 1-0 برلاسي ترلاسه ده۔ پاکستان كوربه كركټ لوبډلې ته په اولني ټېسټ مېچ كښې اسانۍ سره په 9 وكټونو ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 1-0 برلاسې ترلاسه كړې۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ د دوه ټي 20 مېچونو سريز اولنې مېچ به په 12 جون او دوهم او آخري به په 13 جون كولې شي۔ د ټی 20 سیریز دا دواړه مېچونه به په ايډن برګ كښې كولې شي