لندن ۔ 30 مئی (اے پی پی) د آئی سی سی ورلډ الېون او وېسټ انډیز كركټ لوبډلو ترمينځھ چېرېټي مېچ (نن) كولې شي۔ د ورلډ الېون مشري به شاهد خان آفریدی كوي۔ دې مېچ څخه ترلاسه كېدونكې رقم به كېرېبين كښې د سمندري طوفان په سبب د ځپلې شوي سټيډيم په بيا جوړولو مصرف كولې شي۔ د كركټ مينه والو ته به د ښه كركټ كتلو موقع ترلاسه شي۔ د ورلډ الېون مشري به شاهد خان آفریدی كوي۔ دا مشري د انګلېنډ آئن مورګن ته سپارلې شوې وه ولې په ګوته كښې د انجري په سوب دا ذمه واري شاهد خان آفريد ته سپارلې شوې۔ په دې د شاهد آفریدی وېنا وه چې د آئي سي سي ورلډ الېون مشري زما لپاره د درناوي خبره ده۔ دا مېچ د ښه مقصد لپاره كولې شي۔ د پاکستان آل راؤنډر شعېب اختر به هم ورلډ الېون كښې شامل وي