قامي لوبډله به ورلډ جونیئر سکواش ټورنامنټ كښې ګډون له د جولائي په 13 نېټڼه هند ته ځي

اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) قامي لوبډله به ورلډ جونیئر سکواش ټورنامنټ كښې ګډون له د جولائي په 13 نېټڼه هند ته ځي۔ د پاکستان سکواش فېډرېشن ګېم ډوېلپمنټ آفیسر فلائټ لېفټېننټ عامر اقبال ترمخه ورلډ جونیئر سکواش ټورنامنټ به 17 څخه تر 29 جولائی هند كښې كولې شي۔ پاكستانۍ لوبډله كښې 6 جونیئر لوبغاړي عباس زیب، عزیر رشید، حارث قاسم، عزیر شوکت، اسداللہ او فرخان هاشمی شامل دي۔ ورلډ جونیئر سکواش ټورنامنټ كښې 24 څخه د زياتو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي۔ ده هيله ولرله چې قامي لوبډله به ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره كاميابي ترلاسه كړي۔(