لارډز۔27 مئی(اے پی پی) پاكستان انګلېنډ ته لارډ ټېسټ كښې په 9 وكټونو ماتې وركړه۔ پاكستان ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د 1-0 برلاسې ترلاسه شو۔ انګلش كركټ لوبډله دوهم اننګز كښې په 242 رنزونو اوټ شوه ۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې په دوهم اننګز كښې د 64 رنز آسان هدف په 12.4 اوورز كښې د يو وكټ په زيان ترلاسه كړو۔ محمد عباس مېچ كښې د 8 وكټونو په ترلاسه كولو تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ د اتوار په ورځ د لارډز ټېسټ په څلورمه ورځ انګلس كركټ لوبډلې په 235 رنز 6 لوبغاړي اوټ خپل دوهم اننګز پېل كړو۔ او د 242 په سكور ئې آخري وكټ پرېوته۔ دغسې پاكستان ته كاميابۍ لپاره د 64 رنزونو هدف ترلاسه شو۔ محمد عباس او محمد عامر 4، 4 او شاداب خان 2 لوبغاړي اوټ كړل۔ په ځواب كښې پاكستان د يو وكټ په زيان مطلوبه هدف په 12.4 اوروز كښې ترلاسه كړو۔