
اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو خواجه آصف او خواجه سعد رفیق په عدالتي پرېكړې د باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې مسلم لیګ (ن ) عدالتي پرېكټرو ته سر ټيټوي٬ دهرنې٬ وال ټكول او د لاك ډاٶن سياست هېچرې د اولس په ګټه نه دې٬ احتجاجي سياست ملي پرمختګ لپاره تر ټولو لوې خنډ دے٬ ټٶلې ډلې دې په عدالتي پرېكړې باور كولو سره خپله رويه پرېږدي۔ د نهې په ورځ د پاناما ليكس پحقله د كېس سماعت نه پس د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل دهرنې٬ وال ټكول او د لاك ډاٶن سياست هېچرې د اولس په ګټه نه دې٬ احتجاجي سياست ملي پرمختګ لپاره تر ټولو لوې خنډ دے٬ ټٶلې ډلې دې په عدالتي پرېكړې باور كولو سره خپله رويه پرېږدي۔ ده ووئيل عدالت هم ووئيل چې ډلې دې د زغم څرګندونه وكړي او د سخت موقف نه دې ډډا وكړي ولې چې دا د اوسنۍ وضعې حل دے ۔ ده ووئيل د عدالت د رائے احترام د ټولو ذمه واري ده او مونږ هيله لرو چې د دې معاملې به ډېر زر حل راوځي۔ د رېلوے وزير سعد رفیق ووئيل مونږ سترې محكمې سره يو او غواړو چې دا معامله زر هواره شي ۔ده ووئيل اوس چې عدالت كښې سماعت پېل شو عمران دې مهرباني وكري چې خپل كاركنان دې په نور ازميښت كښې نه اچوي ۔ ده ووئيل د سماعت نه پس اوس د لاك ډاٶن او احتجاج جواز نه دې پاتے ۔ ده ووئيل زمونږ مسئلې يوازې په آئيني توګه هوارې دې شي كه عمران خان دهرنا ختم كړي نو آسانۍ وركولو له تيار يو ۔ بلخوا د پاكستان تحريك انصاف وكيل حامد خان میډیا سره خپلو خبرو كښې ووئيل 6 مياشتې اپوزيشن ټي او آرز جمع كړې زمونږ ټي آو آرز اوس به هم ھغه وي