حكومت هېواد كښې سياسي استحكام باوري كولو لپاره هڅې كوي

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي﴾ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حكومت هېواد كښې سياسي استحكام باوري كولو لپاره هڅې كوي٬ د پاكستان په تاريخ كښې د ټولو نه د زياتې سرمايه كارې تحفظ ډېر ضروري دے٬ اولس په ټولټاكنو او ضمني ټاكنو كښې پي ټي آئي رد كړې۔ د نهې په ورځ په اېچ اي سي كښې په مشاورتي وركشاپ كښې د ګډون كولو نه پس اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل هېواد عدم استحكام نه شي برداشت كولې٬ ځكه چې د دې له امله د اربونو روپو زيان كېږي۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف په احتجاج كښې يوازې پاتې شوې۔ ده پي ټي آئي ته خواست وكړو چې پارلمان ته دې راشي ځكه چې پارلمان د ستونزو د هواري يواځنې فورم دے۔ ده ووئيل سترې محكمې د هېواد د اوسني وضعې نوټس اخيستې٬ اوس سړكونو ته د راوتو جواز نشته