اسلام آباد ۔24مئی (اے پی پی) د سكواش پخواني نړيوال چېمپئن جان شېر خان ٬ د اسلام آباد اتھلېټکس اېسوسی اېشن صدر برګېډیر (ر) سلطان ستی او د پاکستان فټ بال فېډریشن پخواني عمومي سېكتر کرنل(ر) مجاھد اللھ ترین د اولیمپئن راجھ محمد فضل په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ دوئي دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپلو پېغامونو كښې دوئي ووئيل د راجه محمد فضل اتھلېټکس له ترسره كړي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې راجھ فضل په 1952ء كښې په فن لېنډ كښې شوي اولمپك ګېمز كښې 4X400 رېلے رېس كښې د پاكستان نمائندګي كړې وه۔