د خزانې وزير د ا سلام آباد پوليس اهلكارو د عهدو اپ ګرېډ كولو او د اېف شي اهلكارو تنخاګانو او مراعات زياتولو سمرۍ منظور كړه

اسلام آباد ۔ یکم نومبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د اسلام آباد پوليس د عهدو اپ ګرېډ كولو او د اېف سي اهلكارو تنخاګانو او مراعات زياتولو په اره د داخله وزارت سمري منظور كړې ده ۔ حتمي منظوري به وزيراعظم وركوي۔ د داخله وزير د اعلان كړي پېكج ترمخه د پولیس کانسټېبل ګرېډ 5 څخه 7 كولو ٬ د هېډ کانسټېبل 7 څخه 9 كولو او د اے اېس آئی ګرېډ 9 څخه 11 كړې شوې دي ۔ دې سره سره د اېف سي اهلكارو تنخاګانې د اسلام آباد پوليس برابر كولې شي۔ تنخاګانو كښې زياتوالي سره سره به اېف سي اهلكارو له د انټرنل سېكورټي ډيوټي الاؤنس وركولو منظوري هم وركړې شوې۔ د دوئي د ملازمت موده 35 كالو څخه 45 كالو ته رسولې شوې۔ د دې پېكج حتمي منظوري به نن وزيراعظم وركوي