
اسلام آباد 12 مئي(اے پي پي)د نيوز ايجنسو نړيوال كنفرنس كښې نامتو خبريالانو وئېلي دي په سوشل مېډيا بندېز ممكن نه دے٬بايد ګټور استعمال باوري كولو لپاره ورله نصاب كښې مضمونونه شامل كړے شي ٬ د رياست په كچه د نګران ادارې كردار او په نړيواله كچه فورم هم ورله جوړ كړی شي۔د اتوار په ورځ اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)د سيوري لاندې د نيوز ايجنسو نړيوال دوه ورځني كنفرنس دوهم سېشن ته خپل خطاب كښې مشر خبريال ضياﺀالدين ووئيل د سوشل مېډيا استعمال چرته چې د مثبتو مقاصدو لپاره كېږي هلته دا د ډنډورې لپاره هم د وسلې په توګه كارېږي چې ورسره څيزونه په سم ډول نه وړاندې كېږي او ناوړه اطلاعات هم وركړی كېږي۔ ده ووئېل د يو پرمختللي هېواد سره د 2016 د امريكې صدراتي ټاكنو كښې د شوشل كېډيا كارېدل يو مثال دے۔د اسلام آباد اسلامك انټرنېشنل پوهنتون مېډيا اينډ كميونيكشن سټډيز ډيپارټمنټ چيئرمېن ډاكټر ظفراقبال ووئيل سوشل مېډيا څخه ځينې وخت مهم اطلاعات هم ترلاسه كېږي خو د دې خراب اړخ يو دا دے په كوم چې مونږ ټول تشوېش لرو چې دا د ډنډورې مهمه ذريعه جوړه شوې ۔ده ووئيل تعليمي ادارو كښې بايد د سوشل مېډيا مثبت استعمال له نصاب معرفي كړی شي۔نيوز ايجنسۍ دا د ماركيټنګ په توګه استعمال كړي۔ده ووئيل د مېډيا د لارې د مسلمانانو د زړونو په آزارۍ اډانه د پېغمبر توهين آمېز حاكۍ شائع كړی شوي ٬ دغسې ګوګل د دې خاكو لرې كولو څخه انكار كړی۔ ده ووئېل په سوشل مېډيا غلط خبرونه او عكسونه پوسټ كړی كېږي تر دې چې د تركيې اولس مشر هم د سوشل مېډيا په ډنډورو خپل ردعمل وړاندې كولو ته حاجت پیښ شوې وو۔دې ډول مسئلو څخه بچ كېدو له ضروري ده چې اولس كښې خبرتيا پېدا شي۔ده ووئيل د روهنګيا او ميانمر مسلمانانو په ضد د برما ظلمونو سم عكس نړيوالې مېډيا نه وه وړاندې كړی بايد سوشل مېډيا لپاره د رياست په كچه نګرانه اداره جوړه ګړی شي۔ده ووئيل دغسې بايد پھ نړيوال كچ هم يو داسې فورم جوړ كړی شي كوم چې د سوشل مېډيا په اړه د ګيلو لرې كولو لپاره كردار ترسره كړي۔ده د كنفرنس ګډون كونكو ته ووئيل په دې اړه سفارشات مرتب كړی۔ډاكټر عبدالجبار ووئيل سوشل مېډيا د اطلاعاتي خيرنوالي سبب دے۔ده ووئيل سوشل مېډيا د علم سمندر دے او دا د جمهوري عمل او د استحكام ذريعه هم ده۔ده ووئيل سوشل مېډيا د جعلي خبرونو او د اطلاعات يوه ذريعه هم ده۔د تيونس د قامي نيوز ايجنسۍ د بهرنيو اړيكو ډائرېكټر ايلوئي چاؤ ووئيل سوشل مېډيا لپاره ضابطه اخلاق مرتب كولو ته اړتيا ده٬سوشل مېډيا يوازې د جعلي او غلطو خبرونو نه د رابطو مهمه ذريعه هم ده۔ده ووئيل پاكستان كښې د مېډيا ارتقائي عمل يو تاريخي لمحه ده۔ده وئيل سوشل مېډيا څخه څنګه ګټھ پورته كړې كېدې شي او د دې استعمال څنګه ګټور جوړیدې شي پھ دې به غور كول وي۔ ده ووئېل په سوشل مېډيا د بندېز لګولو په ځاې بايد د ځوانانو تربيه وكړی شي۔د قطر نيوز ايجنسۍ ډائرېكټر جاسم احمد الحامدي ووئيل سوشل مېډيا يوه لويه ايشو ده۔دا په ټوله نړۍ كښې د نيوز سورس په توګه كارېږي خو په قطر كښې دا د خبر د ذريعې په توګه نه اخستلې كېږي۔د سعودي عرب يونين آف او آئي سي نيوز ايجنسيز نيوز ډائرېكټر الصادق بشير بابيكر هارون ووئيل بايد سوشل مېډيا د ګټورو مقاصدونو لپاره وكارولې شي۔