
اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) د پاكستان جوړولو كښې د ديوان بهادر اېس پي سنګها خذماتو ستائنه كولو سره اولس مشر وئيلي دي عزتمند قامونه د خپلو محسنانو تل مننه كوي او د هغوي خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔ پاكستانې اولس هم په دې بابله د چا څخه كم نه دے۔ اولس مشر د عيسائي ورورولۍ او پاكستانيانو يوې دستورې ته وېنا كوله كومه چې د ديوان بهادر اېس پي سنګها خذماتو په اعتراف كښې د يادګاري ټكټ اجراﺀ په مهال راجوړه كړې شوې وه