واشنګټن 05 مئي (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان سره د مذاكراتو د نېټې او ځائ پرېكړه شوې۔ په نيو واشنګټن كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په دې لړ كښې به تفصيلات ډېر زر جاري كړے شي۔ د تېرو څو ورځو په مهال اولس مشر ټرمپ دې تاريخي ملاقات لپاره ګڼ شمېر ځايونه تجويز كړي وو چې پكښې د كوريائي هېوانو د هغې سرحدي سيمې نوم هم شامل و چرته چې كوريائي مشرانو ملاقات كړے و۔ ټرمپ ووئيل چې د ملاقات نه پس به امريكائي اولس ښه خبرونه واوري۔