
اسلام آباد 01 مئي(اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سر دار ایاز صادق وئيلي دي د مئی وړومبې ورځ مونږ ته د خوارې كښو خذمات ته د پيرزوئنې وړاندې كولو موقع راكوي، په دې ورځ د پاکستانو خوارې كښو د کمیونټۍ کردار، صلاحییتونو، په وړه پورې کار كولو ، د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له د عزم علامت ده ،خوارې كښ طبقه كوم هم هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ لپاره مرکزی کردار ترسره كوي،حکومت د خوارې كښو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ښې پالیسۍ جوړوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د خوارې كښو ورځ په موقع كړې۔ سپیکر سر دار ایاز صادق ووئيل خوارې كښ طبقه كوم هم هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ لپاره مرکزی کردار ترسره كوي بيا مونږ له لازم ده چې د دوي د ښېګړو لپاره كردار ترسره كړو او د هغوي د خذماتو معاوضه په وخت وركړو۔ ده ووئيل د نړۍ ټولو مهذبه ټولنو د خپلو خوارې كښو د حقونو او ښېګړې لپاره قانون سازی کړي۔ ده ووئيل حکومت د خوارې كښو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ښې پالیسۍ جوړوي۔ سپیکر ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له د حقونو او فرائضو كښې توازن ته اړتيا ده۔ ده خوارې كښو له دا پیغام وركړو چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په زړه پورې كردار ترسره كړي۔